Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

د خوست د کرنې ریاست له خوا په دغه ولایت کې ۵ لکه نیالګي کینول کېږي

0
د خوست د کرنې ریاست په دغه ولایت کې ۵ لکه نیالګي کینوي.


د دغه ریاست چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې يې د هوا په ګرمېدو سره له ټاکلي وخت څو اوونۍ مخکې د نیالګیو کېنول پیل کړل.


دوی وايي، سږ کال به پنځه لکه نیالګي د خوست په دولتي باغونو، حکومتي ادارو، پوهنتونونو، ښوونځیو، دیني مدرسو، پارکونو او نورو ټولنیزو ځایونو کې کېنوي.


د سې شنبې په ورځ د خوست د کرنې رئيس سمیع الله نصرت د یادې ادارې له خوا د نیالګیو د کېنولو د کمپاین په پیل غونډه کې چې د مرکزي باغ په انګړ کې جوړه شوې وه، د ازادي راډيو د مشال څانګې ته وویل، د نیالګیو د کېنولو تر څنګ به په نوي کال کې په دوه زره جریبه ځمکه باغونه هم جوړ کړي.


د خوست د کرنې رئيس زیاتوي چې د وهل شویو ځنګلونو د بیا احیاء کولو لپاره هم پروګرام لري.


د نیالګیو د کېنولو د کمپاین د پیلپه دغو مراسمو کې ګډونوالو اتڼونه وکړل او یو شمېر سیمه ییزو سندرغاړو د پسرلي د موسم په باب کنسرټ هم وړاندې کړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса