Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

د اذربایجان د اپوزېسیون مشر وايي د ولسمشرۍ انتخابات بایکاټوي

0
د اذربایجان د ډموکراټیکو ځواکونو د ملي شورا په نوم د اپوزېسیون مشر ویلي چې دغه ایتلاف به د ولسمشرۍ لپاره هغه انتخابات چې د ولسمشر الهام علي اف د فرمان له مخې له خپل وخته مخکې د آپرېل په یوولسمه ترسره کېږي، بایکاټ کړي.


د اپوزېسیون مشر کامل حسنلي په انتخاباتو کې د نه ګډون اعلان له رویټرز سره په مرکه کې چې نن خپره شوې، کړی.


له دې یوه ورځ مخکې د ولسمشر په ویبپاڼه کې هغه فرمان خپور شوی و چې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات یې د اوکتوبر له اولسمې نه د اپرېل یوولسمې ته را مخته کړي دي.


د علي اف په فرمان کې له وخته مخکې د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه نورجزئیات نه دي ورکړل شوي خو یوازې دومره ویل شوي چې هغه د اذربایجان له اساسي قانون او د دې هېواد د انتخاباتو له قانون سره اړخ لګوي.


د ولسمشر سلاکار علي حسنوف ویلي چې دغه انتخابات ځکه مخته راوړل شوي ترڅو دا یقیني شي چې هغه د کال په پای کې له مهمو کورنیو او نړیوالو پېښو سره په ټکر کې را نشي، خو د مخالفینو یوه بل مشر عارف حاجي لي ویلي چې دغه بدلون د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې هدف یې د اوو نورو کلونو لپاره د علي اف د واکمنۍ غځول دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса