Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

پوتین رسماً ځان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړ

0
د روسیې ولسمشر ویلادمیرپوتین د روسیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې د مارچ پر اتلسمه تر سره شي، ځان رسماً کاندید کړی دی.


د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نن سې شنبې پوتین د کاندید په توګه ثبت کړ.


پوتین نېږدې دوه میاشتې مخکې اعلان کړی و چې نیت لري د څلورمې دورې لپاره بیا ځان کاندید کړي.


پوتین دریم کس دی چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ځان رسماً کاندیدوي.


دوه نورکاندیدان، د روسیې د لیبرال ډیموکرات ګوند مشر ویلادمیرژیرینوفسکې او د کمونست ګوند له خوا نومول شوی پاول ګرودینین دي.


یو شمېر نورو کسانو هم ویلي چې نیت لري د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ودرېږي.


د کرېملېن منتقدینو ویلي دا یقیني ده چې پوتین به چې پرسیاسي حالاتو سخت کنټرول لري، دغه انتخابات وګټي او اکثره نور کاندیدان یوازې په نوم په دغو انتخاباتو کې ګډون کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса