Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

راشد خان په «T20-Blast»سیالیو کې د ګډون لپاره انګلستان ته ځي

0
افغان ستوری راشد خان په (T20-Blast) سیالیو کې د ګډون لپاره انګلستان ته ځي.


راشد خان چې د کرکټ په نړۍ کې د ګوګلي ماسټر په نوم شهرت لري اوس په انګلستان کې د بلاسټ په نوم ۲۰ اوریزو سیالیو ته غوره شوی دی.


په انګلستان کې د (سه‌سېکس) په نوم کلب په‌ خپله ټویټرپاڼه کې د دې خبر پخلی کړی چې د کرکټ نړۍ دغه مشهور افغان لوبغاړي به د سږ کال په سیالیو کې د دوی په ګټه ولوبېږي.


راشد خان لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د بنګله‌دېش، وېسټ‌انډيز، هندوستان، او اسټرالیا له لیګونو وروسته د انګلستان کرکټ ‌لیګ ته هم غوره کېږي.


د انګلستان په کوربه‌توب ۲۰ اوریز کورنۍ کرکټ سیالۍ د روان کال د جولای په ۴مه نېټه پیلېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса