Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

امریکا وايي ډېر ژر به پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګوي

0
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایي، متحده ایالات به په راتلونکو ورځو کې د شمالي کوریا پر وړاندې تر ټولو سخت او ځپونکي اقتصادي بندیزونه اعلان کړي.


پنس دا اعلان نن د جاپان له صدراعظم شنزو ابې سره تر خبرو وروسته وکړ.


نوموړی چې په جنوبي کوریا کې د ۲۰۱۸ کال د پیونګ چانګ ژمنیو المپیک لوبو په افتتاحیه مراسمو کې د امریکایي پلاوي مشري کوي، ویلي چې متحده ایالات به ډېر ژر دغه سخت اقتصادي بندیزونه اعلان او تر هغو به د شمالي کوریا منزوي کېدو ته دوام ورکړي څو دغه هېواد د تل لپاره د خپل اټمي او بالستیک توغندویو پروګرامونه بند کړي.


امریکایي چارواکو ویلي تمه ده دغه نوي اقتصادي بندیزونه د پیونګ چانګ لوبو تر نتایجو دمخه ولګول شي.


دا لوبي د فبرورۍ پر نهمه پیلېږي او د دې میاشتې تر وروستیو پورې دوام کوي.


د امریکا مرستیال ولسمشر په پام کې لري د فبرورۍ پر اتمه د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جې ان Moon Jae-in سره وګوري.


مایک پنس د دغې ژمني المپیک مراسمو پر مهالد شمالي کوریا له چارواکو سره لیدل نه دي رد کړي او خبریالانو ته یې ویلې :« وبه ګورو چې څه کېږي.»



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса