Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

قوقندي: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر کوېټ ته ورسېد

0
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د ایکسپو په نندارتون کې د ګډون په هدف کوېټ ته ورسېد.


د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډيو ته وویل چې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا د دغه نړیوال نندارتون له پیل وړاندې د کوېټ له سوداګرو سره لیدلي او په افغانستان کې يې د پانګې اچونې په برخه کې د رامنځته شویو فرصتونو په اړه معلومات ورکړي دي.


ښاغلي قوقندي وویل چې د ایکسپو په نوم دغه سوداګریز نندارتون تېره ورځ ناوخته پیل شوی او څلور ورځې به دوام وکړي.


دی هیله‎مندي ښيي چې د کوېټ د پانګه‎والو جلب او جذب به په افغانستان کې د بې‌کارۍ د کچې په ټیټولو کې مرسته وکړي او د دې هېواد د تولیداتو کچه به ورسره لوړه شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса