Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

د شمالي کوریا رهبر د جنوبي کوریا ولسمشر ته بلنه ورکړې

0
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې این ته بلنه ورکړې چې په لنډ راتلونکي کې پیونګ یانګ ته ورشي.


دا خبره د ښاغلي مون دفتر نن شنبه کړې ده.


د جنوبي کوریا د ولسمشر ویاند ویلي چې د شمالي کوریا د ولسمشر خور کیم یو جونګ چې د پیونګ چانګ په ژمنیو المپیک لوبو کې د ګډون لپاره جنوبي کوریا ته تللې، د ښاغلي مون په دفتر کې هغه ته د خپل ورور د شخصي بلنې په اړه وویل.


دغه ویاند په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه چې مون وړاندیز وکړ چې دواړه کوریاوي باید د دې بلنې د منلو لپاره داسې شرایط رامنځته کړي چې اړین دي.


 که داسې وشي، نو دا به په تېرو ۱۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې د دواړو کوریاوو مشران سره ګوري.


تر دې وړاندې په ۲۰۰۷ کال کې د جنوبي کوریا د هغه مهال ولسمشر د شمالي کوریا له پخواني رهبر او د کیم یونګ اون له پلار سره ولیدل. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса