Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

افغان لوبغاړو ولې په المپیک سیالیو کې ګډون ونه کړ؟

0
د سويلي کوريا په کوربتوب ۲۳ پړاوو ژمنۍ المپیکي سیالۍ د افغانستان له ګډون پرته په پيونګ چانګ ښار کې پېل شوې.


د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د خپرونو مسؤل منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان سکي فدراسیون دوه لوبغاړي سجاد حسیني او علي شاه فرهنګ و نه توانېدل چې په دغو سیالیو کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړي.


ښاغلی شهزاد وايي، په ژمنیو المپيکي سیالیو کې، سکي،د يخ پر سر هاکي،کرلینګ او يو شمېر نورې ژمنۍ لوبې شاملي دي چې دا شان لوبو ته په افغانستان کې ډېره کمه زمینه مساعده ده.


د ورکړل شویو معلوماتو له‌ مخې، د ۲۰۱۸ کال په ژمنیو المپیکي سیالیو کې به له ۹۲ هېوادونو نه نږدې ۳۰۰۰ زره لوبغاړي په ۱۵ بېلابېلو ورزشي رشتو کې لوبې وکړي.


ژمنۍ المپيکي سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې يوځل په يوه غړي هېواد کې تر سره کېږي چې تېر پړاوو یې د روسیې په سوچي ښار کې ترسره شوی و چې روسیې په کې د ډېرو مډالونو په ګټلو سره لومړی،ناروې دوهم او کاناډا درېیم مقام ګټلی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса