Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

عاصمه جهانګیر په لاهور ښار کې خاورو ته وسپارل شوه

0
د پاکستان د بشري حقونو مدافع او وکیله عاصمه جهانګیر نن سې شنبه په لاهور ښار کې خاورو ته وسپارل شوه.


مېرمن جهانګیر د زړه د سکتې له امله د ۶۶ کلنې په عمر د تېرې یکشنبې په ورځ مړه شوه.


د لاهور ښار د قذافي په ستډیوم کې د مېرمن جهانګیر د جنازې په مراسمو کې د هغې د کورنۍ د غړو، ملګرو، وکیلانو، سیاستوالو، روڼ اندو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون، زرګونه کسانو ګډون کړی و.


جهانګیر چې په پاکستان کې دننه او په نړیواله سطحه د بشري حقونو یوه مخکښه څېره ګڼل کېده، د ۱۹۸۰ کلونو په موده کې د مبارزې په خاطر زنداني شوې هم وه.


هغه د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون یوه بنسټ ایښودونکې او د پاکستان د سترې محکمې د وکیلانو د اتحادیې مشره وه.


له مېرمن جهانګیر دوه لوڼې او یو ځوی پاتې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса