Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

د بلخ پولیس په مزارشریف ښار کې د جرایمو زیاتوالی تأيیدوي

0
په مزارشریف کې خلک د جنايي جرایمو او د وسله والو غلاو له زیاتوالي شکایت لري او امنیتي او کشفي ارګانونه په وظیفوي غلفت تورنوي.


د مزارشریف اوسېدونکي شکایت لري چې له څو میاشتو راپدېخوا دې ښار کې امنیتي وضعیت کرکېچن شوی او هره ورځ وسله والې غلاوې، مرموز قتلونه او د نا څرګنده وسله والو له خوا د خلکو تهدید او ځورونه د زیاتېدو په حال کې ده.


دوی له امنیتي او کشفي ارګانونو د روان وضعیت د کنټرول غوښتنه کوي او غواړي چې په دې ښار کې د جرایمو د زیاتېدو مخه دې ونیول شي.


بل خوا د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري په مزارشریف ښار کې د جرایمو د زیاتوالي اساسي دلیل په دې ښار کې د نفوس زیاتوالی بولي او وايي چې نسبت تېر کال ته په بلخ ولایت کې د جنايي جرایمو سطحه ټيټه شوې، خو د مرموزو قتلونو موجودیت، وسله والې غلاوې او د نا معلومه وسله والو له لورې د لارو نیول تأییدوي.


دا په داسې حال کې ده چې د بلخ د حوزوي روغتونو د مسؤلينو په قول چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې له مزارشریف څخه د دری کسانو جسدونه چې په مرموز ډول وژل شوي، یاد روغتون ته انتقال شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса