Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

مستغني: د کابل پروسې دوهم ناسته کې د سولې به اړه خبرې کېږي

0
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې د ترورېزم پر وړاندې پر مبارزې او د سولې خبرو پر مخ وړلو په اړه بحث کېږي.


د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن آزادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت په دغه غونډه کې د سولې بهیر په اړه خپل لید لوری د غونډې له ګډونوالو سره شریکوي او هیله لري چې هېوادونه یې د دغو نظریاتو ملاتړ وکړي.


ښاغلی مستغني د دې غونډې د اجنډا په اړه وویل:


"د کابل پروسې د دوهمې غونډي اجنډا پر دوو مهمو او اساسي مواردو تمرکز کوي، لومړی سوله او دوهم د تروریزم پر وړاندي د مبارزې بحث دی."


ښآغلی مستغني زیاتوي د دغې غونډې لپاره چمتووالی نیول شوی دی او د ۲۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او هم د دریو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون پکې کوي.


ټاکل شوې د کابل پروسې دوهمه غونډه د فبرورۍ پر ۲۸ ترسره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса