Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

پیونګ‌چانګ سیالیو کې یو ګډون کوونکی روسی ورزشکار په ډوپنګ تورن شو

0
په نړیوالو سپورټي مسابقو کې د سرغړونو د څېړنې ځانګړې محکمې، نن د روسیې پر ورزشکار، الکساندر کروشلنیتسکي چې د پیونګ‌چانګ په سیالیو کې د کرلنګ په سپورټ کې یې د زېړو مډال ګټلی و، د ډوپنګ تور پورې کړ. 


محکمې نن دوشنبه وویل چې د المپیک د نړیوالې کمېټې د غوښتنې پر اساس‌یې د الکساندر کروشلنیتسکي په اړه د څېړنو ځانګړې پروسه پېل کړې ده.


الکساندر په پیونګ‌چانګ کې د برونزو (زېړو) مډال له خپلې ښځې، انستاسیا بریزګالووا سره په ګډه ګټلی و. 


محکمې د الکساندر کروشلنیتسکي د محاکمې د پېل نېټه نه‌ده اعلان کړې. 


د المپیک د نړیوالې کمټې د مشر ویاند، مارک ادم نن وویل چې په نړیوالو سیالیو کې له داسې کیمیاوي موادو کار اخیستل چې بندیز ورباندې لګېدلی، د مایوسۍ وړ دی، خو څرګندوي چې د المپیک په سیالیو کې د ډوپنګ پر ضد موجود سیستم اغېزمن فعالیت کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса