Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

د عبدالرشید دوستم یو قوماندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی

0
د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم یو قوماندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.


دا خبره پرون سې شنبه ماښام د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني ازادي راډيو ته وکړه.


هغه وویل، د جنرال دوستم دا قوماندان عبدالجلیل نومېده چې مازیګر مهال د ګزمې لپاره د باشیکود دښتې ته وتلی و چې له خپل موټر چلوونکي سره یوځای د طالبانو په کمين کې ووژل شو.


هغه زیاته کړه چې طالبانو د جنرال دوستم د دغه قوماندان موټر هم سوځولی دی.


جلیل قوماندان په «جلیل کور» مشهور و چې د جنرال دوستم قوماندان و او اوس وخت‌یې په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونونو په لیکو کې فعالیت کاوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса