Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

کندهار کې یو عکاس څارنوالانو ته د توهین په تور زنداني شوی

0
په کندهار کې یو عکاس او مدني فعال پر ټولنیزو رسنیو څارنوالانو ته د توهین په تور زنداني شوی دی.


د کندهار د استېناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمن کوهشان ازادي راډیو ته وویل چې د عبدالعلي افغان په نوم عکاس او مدني فعال پر خپله فېس‎بوک پاڼه د کندهار د څارنوالانو توهین کړی او د جزا د نوي کوډ «قانون» پر اساس زنداني شوی دی.


عبدالرحمن کوهشان زیاتوي چې د جزا په نوي کوډ کې د ټولنیزو رسنیو د کار کوونکو لپاره ډول ډول سزاګانې ټاکل شوې دي.


بل‎خوا په افغانستان کې د ازادو ژورنالېستانو د ملاتړ ادارې یا نی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د عبدالعلي افغان نیول کېدل غندلي دي.


د سزا نوی کوډ «قانون» څو ورځې وړاندې د ولسمشر له‎خوا توشېح شو.


په دې قانون کې پر ټولنیزو رسنیو؛ فېس‎بوک، ټویټر او نورو د یوه شخص سپکاوی جرم بلل شوی دی.


خو د ژونالېستانو د ملاتړ بنسټونه وايي، د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو له‎خوا رامنځته کېدونکې دا ډول قضیې باید د تخطیو کمېسیون له‎خوا وڅېړل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса