Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

کُردي ملېشه: د سوریې حکومت عفرین ته پوځي ګروپونه استولي

0
په سوریه کې کُردي ملېشې وايي، حکومت پلوي ځواکونه د عفرین په شمال کې هغه سیمې ته استول شوي چې له ترکیې سره په پوله پرته ده، څو د ترکیې په وړاندې د دې سیمې په دفاع کې مرسته وکړي.


د خلکو د ساتنې د کنډکونو یا «یپګ» په نوم کُردي ملېشو د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل، د سوریې حکومت عفرین ته پوځي ګروپونه استولي چې په وینا یې له ترکیې سره پر پوله به مورچلې ونیسي او د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو په دفاع کې به برخه واخلي.


په عین حال کې د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې ترکي ځواکونو په عفرین کې د سوریې پر حکومتي ځواکونو د توپونو ډزې کړي.


د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي بیا ویلي، د سوریې حکومت پلوي ځواکونه وروسته له هغې چې ترکیې ځواکونو د خبرداري په توګه د توپونو ډزې پرې وکړې له سیمې وتلي دي.


ترکي ځواکونه او د سوریې د حکومت هغه وسله‎وال مخالفین چې مشرتابه‌یې په انقره کې ده، له یوې میاشتې راهېسې په عفرین کې له کُردي ملېشو سره په جګړه بوخت دي.


ترکیې هوډ څرګند کړی چې د عفرین شمالي سیمه به له کُردي «وای. پي. جي» ملېشو چې دا هېواد یې ترهګره ډله ګڼي پاکوي او د سوریې حکومت پلویو ځواکونو ته‌یې خبرداری ورکړی چې د کُردي ملېشو ملاتړ دې نه‌کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса