Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

رحیمي: پر انټرکانټینټال هوټل د برید په اړه څیړنیز راپور بشپړ شوی

0
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې پر انټرکانټینټال هوټل د وسله‎والو د برید په اړه د حقیقت موندونکې ډلې د څېړنو راپور بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ولسمشر ته وړاندې شي.


د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته د دې څېړنو د نتایجو په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې‌وویل، کله چې ولسمشر اشرف غني ته د دې برید په اړه د څېړنو راپور وړاندې او تأیید شي، جزئیات به‌یې له خلکو سره شریک شي.


یوه میاشت مخکې په کابل کې څو تنه وسله‎وال وتوانېدل چې له زیاته اندازه وسلو او مهماتو سره د انټرکانټینټال هوټل له امنیتي تلاشیو تېر شي او په هوټل کې دننه پر مېلمنو برید وکړي.


په دې برید کې وسله‎والو د هوټل تر ۲۰ زیات کورني او بهرني مېلمانه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.



وسله‎وال څنګه وتوانېدل چې د کابل دې مهم هوټل ته چې شااوخوا یې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي لاره پیدا کړي؟


دا هغه پوښتنه ده چې د یوې میاشتې په تېرېدو هم لا امنیتي چارواکو ورته ځواب نه‎دی ویلی.


البته د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې دا حمله وسله‎والو طالبانو په پاکستان کې پلان کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса