Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

دفاع وزارت د روسیې او پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې رد کړې

0
د افغانستان دفاع وزارت د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هغه څرګندونې رد کړې چې وايي، د داعش ډله په افغانستان کې په پراخېدو ده او افغان حکومت او ناټو پر دې خطر سترګې پټوي.


د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، داعش وسله‎واله ډله په افغانستان کې ځپل شوې او کمزورې شوې ده.


ښاغلي وزیري وویل:


"اوس په افغانستان کې داعش مرکزونه نه‎لري. یوازې د ننګرهار د شینوارو د ولسوالیو په غرو کې یې څو ګروپونه دي او یو څه حرکت هم د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې لري. نور داعش په افغانستان کې نه حضور لري او نه مرکزونه او نه څوک اجازه ورکوي."


تر دې مخکې پرون مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د داعش د وسله‎والې ډلې حضور د اندېښنې وړ وباله.


خواجه اصف ادعا وکړه چې افغان حکومت او امریکا په افغانستان کې د طالبانو یادونه بیا بیا کوي، خو د داعش په پراخ حضور سترګې پټوي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم دا ډله له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو او له هغه ځایه روسیې ته جدي خطر وباله. 


خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي، داعش وسله‎والې ډلې ته‌یې افغانستان کې د پراخېدو اجازه نه‎ده ورکړې او د پرله‎پسې عملیاتو په ترڅ کې یې د دې ډلې مشران وژلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса