Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

په ډایکندي کې یوه ۲۶کلنه ښځه وژل شوې

0
د ډایکندي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې یوه ۲۶ کلنه مېرمن تېره شپه زندۍ شوې او وژل شوې ده.


د یاد ولایت د ښځو چارو رئیسې ذکیه رضايي ازادي راډيو ته وویل چې د ګل افروز په نوم دغه مېرمن د ډایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په ککرک سیمه کې زندۍ شوې او وژل شوې ده.


لا معلومه نه ده چې پېښه څه ډول او د چا لخوا را منځته شوې، خو مسؤلین وايي، د جنايي جرمنو په وړاندې د مبارزې مسؤلین یې څېړنه کوي.


د وژل شوي مېرمني خاوند بهر ته په کار پسې تللی؛ ځکه نو د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې دا ډول پېښي تر ډېره د فقر او بېوزلۍ له امله رامنځته کېږي.


په ډایکندي کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او تېر کال په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۰ پېښي ثبت شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса