Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

په کندهار کې د انسان تښتونکو پر پټنځای عملیاتو کې ۳تنه وژل شوي

0
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د دغه ولایت په اوومه حوزه کې د انسان تښتونکو پر یوه مرکز عملیات کړي دي.


د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چي خپله يې هم په دغه عملیاتو کې ګډون کړی و ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه پر درې بجې پیل او نن سهار پای ته ورسېدل.


د قوماندان په وینا تښتوونکو د پولیسو سره مقاومت کړی او درې تنه يې د پولیسو لخوا وژل شوي  دي.


قوماندان زیاتوي چې پولیسو د عملیاتو پر مهال یو څلور کلن ماشوم د تښتونکو له منګلو هم ژغورلی دی.


چارواکي وايي چې د انسان تښتونکو دغه ډلې تر دې مخکې د یوه ساختماني شرکت مسؤل او دوه نور کوچنیان هم تښتولي و او د هغوی د خوشي کېدو په بدل کې يې پیسې تر لاسه کړي وې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса