Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

بشري حقونه: د کندهار په میوند کې د ۲۰ ملکیانو وژل دې وڅېړل شي

0
د بشري حقونو د څارنې ډلې (هیومن رایټس واچ) د افغانستان له حکومت او د امریکا له پوځ څخه غوښتي چې په ګډه د هغو ملکي وګړو د وژل کېدو د پېښې په اړه څېړنه وکړي چې د افغانستان له ملي امنیت سره په تړاو ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي.


د بشري حقونو د څارنې ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت ځواک غړو تېره میاشت په کندهار کې ۲۰ ملکي وګړي وژلي دي.


په راپور کې ویل شوي چې ځانګړو ځواکونو د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند تیمور او د پنجوایي ولسوالۍ په ریګ سیمو کې پر هغو ولسي وګړو ډزې کړي او وژلي چې پر سخت دریځو وسله‌والو د امریکا د هوايي بریدونو له امله‌یې تېښته کوله.


د پېښې یوه عیني شاهد د بشري حقونو د څارنې ډلې ته د ټیلیفون له لارې ویلي چې امنیتي ځواکونو پر خلکو چې د الوتکو له راتلو سره‌یې له سیمې ځان ایسته، ډزې وکړې.


د بشري حقونو د څارنې ډلې ویلي چې د دغو عملیاتو مشري د میوند امنیه قوماندان کوله چې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ته چې په تېر کې د بشري حقونو ډلو له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن کړی، په راپور ورکولو مسؤل دی.


د راپور له مخې په دغو پېښو کې ۵۰ طالبان هم وژل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса