Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

د کونړ اوسېدونکو د برښنايي تذکرو د وېش په ملاتړ مظاهره وکړه

0
د کونړ په مرکز اسداباد کې په لسګونو کسانو د برښنايي تذکرو د وېش په ملاتړ مظاهره وکړه او له ولسمشر يې وغوښتل هر څومره چې ژر کېدای شي د نورو ولایتونو په ګډون کونړ ته هم د تذکرو د وېش مامورین راولېږي.


د کونړ مرکز اسعداباد کې د چهارشنبې ورځې سهار نهه نیمې بجې له کرهالې او دمکلي څخه په یو وخت د تکبر په نارو، موږ د ولسمشر غني د هرې پرېکړې ملاتړیو، په ټول هېواد کې د برښنايي تذکرو وېش غواړو په شعارونو پیل شوه.


مظاهره چیان چې کله د شهیدانو څلور لارې ته راورسېدل نو ورته مولوي ضیاالرحمن الله یار په خپلو خبرو کې وویل چې د برښنايي تذکرو ټول قانوني مراحل طي شوي او اوس يې د وېشلو په وړاندې هېڅ ډول بهانه شتون نه لري:


"زموږ دین اسلام دی او زموږ ملت افغان دی، هرڅوک چې اسلامیت او افغانیت سره کینه او حسد لري هغوی زموږ د دې ملک اصلي لومړي او اخري دښمنان دي، د دې لپاره چې راتلونکي انتخابات په سم ډول ترسره شي او ټولو افغانانو ته خپل حقوق ورسېږي، موږ د ولسمشر د دغه پرېکړې نه کلک ملاتړ کوو."


دا په داسې حال کې ده چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د برقي تذکرو د وېش لپاره باید له افغان ولس سره نورې مشورې هم وشي.


خلک او قانون پوهان وایي چې د تذکرو ټولې قانونې مرحلې ترسره شوي او نورو مشورو ته پکې اړتیا نه لیدل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса