Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

روسیه وایي، ډېره ګرانه ده چې له امریکا سره اړیکې ښې کړي

0
روسیه وایي، له امریکا متحده ایالتونو سره چې لیدل کېږي له سړې جګړې وروسته یې ځان تر ټولو لوېدلې کچې ته را ټیټ کړی ډېره ګرانه ده چې اړیکې ښه کړي.


دا په داسې حال کې ده چې د سوریې او د اکراین د کړکېچونو او د امریکا وړم کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې په خاطر پر روسیې د لګول شویو تورونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې سړې شوي دي.


د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې ریابکوف نن واشنګټن تورن کړ چې هڅه کوي په روسیه کې د راتلونکې میاشتې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې د دې هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.


دا وروسته له هغې چې متحده ایالاتو دیارلس روسان په نښه کړي چې په پټه یې د امریکا د تېر کال په انتخاباتو کې د مداخلې هلې ځلې کړي دي.


ریابکوف انټر فاکس خبري آژانس ته ویلي چې د حیرانتیا خبره خو داده چې امریکایان د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې او په دوه اړخیزو اړیکو کې د کړکېچ زیاتولو په هدف ګامونه پورته کوي.


د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د خپلې دې ادعا لپاره شواهد وړاندې نه کړل خو پر دې یې خواشیني وښوده چې واشنګټن له شواهدو پرته روسیه د امریکا په انتخاباتو کې په مداخلې تورنوي.


مسکو تل د امریکایي چارواکو دغه تورونه ردکړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса