Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

چارواکي: په فراه، ارزګان او بلخ کې ۴۹طالبان وژل شوي

0
افغان امنیتي او دفاعي چارواکي وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د حکومت لسګونه مخالف وسله وال وژلي دي.


د فرا د والي ویاند ناصر مهري وايي، د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج اباد او ګراني سیمو کې د عملیاتو او هوايي بمبارۍ په ترڅ کې شا او خوا دېرش تنه وسله وال وژل شوي او لس تنه نور یې ټپیان دي.


د ښاغلي مهري په وینا دا په دې وروستیو کې په فراه ولایت کې تر ټولو شدید عملیات دي چې د وسله والو خلاف ترسره کېږي.


د سیمې څخه ځینو کسانو ازادي راډیو ته ویلي چې د ګنج اباد په سیمه کې هوايي بمبارۍ لس ملکیان وژلي دي خو امنیتي چارواکي دا ادعا نه تائیدوي.


د یوه بل خبر له مخې په ارزګان کې د امنیه قوماندانۍ د عملیاتو د لومړي کنډک قوماندان زین الله نن ازادي راډیو ته وویل چې د مرکز ترینکوټ په کوټوال سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو په یو هوايي برید کې ۱۲ وسله وال شول او دوه تنه نور یې ټپیان کړي.


د نوموړي په وینا په وژل شویو کې د طالبانو یو مهم قومندان ملا مبصر هم شامل دی.


په شمال کې بیا د شاهین قل اردو ویاند نصر الله جمشیدي ازادي راډیو ته ویلي چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۷ طالب وسله وال وژل شوي، ۱۲ ټپیان دي او څلور تنه نیول شوي دي.


په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې په تیرو څلوروېشت ساعتونو کې یې ننګرهار، لغمان، خوست غزني، ارزګان، فراه، هرات، فاریاب، تخار، نیمروز او هلمند ولایتونو کې د تعرضي عملیاتو په ترڅ کې ۴۹ تنه وسله وال وژلي او لسګونه نور یې ټپیا کړي دي.


د افغان چارواکو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.


وسله والو طالبانو هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса