Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

سرپل چارواکي: د افغان ځواکونو حملو ٦ وسله وال طالبان وژلي

0
د سرپل ولايت چارواکي وايي، د افغان قواوو په حملو کې ٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. 


د والي وياند ذبيح الله اماني نن جمعه ازادي راډيو ته وويل چې دغه حملې تېره شپه د هوايي او خاصو کومانډو ځواکونو کړي دي. 


ده وويل چې په وژل شويو وسله والو کې د وسله والو طالبانو دوه مشران مولوي اسماعيل مشهور په سنګريار او قارع سميع الحق مشهور په محاذ شامل دي.


ويل شوي په دغو حملو کې ٧ تنه نور وسله وال ټپيان شوي دي. 


د والي وياند وايي، په دې لړ کې د ملي اردو يو سرتېرى چې له وسله والو طالبانو سره اسير و، هم خوشې شوى دى. 


وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса