Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

غني: هرات د هېواد په صنعتي او منظم ولایت د بدلېدو په حال کې دی

0
ولسمشراشرف غني وايي، هرات د هېواد په یوه صنعتي او منظم ولایت د بدلېدو په حال کې دی.


جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، ښاغلي غني نن یکشنبه په هرات ښار کې له یوشمېر ځوانانو او مخورو سره په کتنه کې د ټاپي د پروژې اهمیت ته د اشارې په ترڅ کې وویل، د دې پروژې د رغونې پیل له جغرافیایي زندان څخه د مرکزي افغانستان را ايستل او په دولتي ادارو کې د ځوانانو ګومارل په افغانستان کې د یوه لوی بدلون پیلامه ده.


خبرپاڼه د ولسمشر غني له قوله زیاتوي چې وايي، په هرات کې د باور، یووالي او همغږۍ فضا رامنځته شوې او هیله ده چې ټول هېواد ته به وغځېږي.


ښاغلی غني چې د افغانستان په قلمرو کې د ټاپي پروژې د رغونې د کار د پيل لپاره هرات ته تللى، پرون د دې ولايت له ځینو نورو اوسېدونکو سره هم وکتل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса