Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

په سوریه کې له اوربند سره سره د درنو ډزو راپورونه ورکړل شوي

0
د سوریې پلازمېنې دمشق ته نږدې په ختیځه سیمه غوطه کې د ورځې له‌خوا د هغه پنځه ساعته اوربند چې روسیې یې غوښتنه کړې وه، له نافذېدو سره سره د هوایي حملو، راکټي بریدونو او د هاوانونو د ډزو راپورونه ورکول شوي دي.


د سوریې د بشري حقونو فعالانو نن سې شنبه وویل چې حکومتي ځواکونو نن په محاصره شوې غوطه کې یو شمېر هوایي حملې او د توپونو بریدونه کړي او مسکو هم یاغي وسله‌وال تورن کړي چې پر هغو لارو یې د توپونو بریدونه کړي چې د نافذ شوي اوربند له مخې، له سیمې د ملکیانو د وتلو لپاره پرانيستل شوې دي.


ملګرو ملتونو ویلي چې په سیمه کې د جګړو دوام دا ګرانوي چې د بشري مرستو او ژغورنې عملیات مخ ته یوسي.


په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر ویاند جینز لیرک وویل، په سیمه کې داسې یو وضعیت دی چې نه د مرستې کاروانونه هلته تللی شي او نه هم ناروغان او ټپیان له سیمې ایستل کېدای شي.


د راپورونو له مخې، په ختیځه غوطه کې به ۳۹۳ زره کسان بند پاتې وي.


له نهو ورځو راهیسې د سوریې حکومتي ځواکونو په سیمه کې د مخالفینو پر مورچلو پرله‌پسې هوایي او ځمکني بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د فعالانو په وینا، له ۵۶۰ زیات کسان وژل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса