Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

خاشي: په جوزجان کې ۴۰ داعش وسله‌وال وژل شوي

0
د جوزجان ولايت امنيتي مسؤلین وايي، په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۴۰ غړي وژل شوي دي.


د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي ازادي راډيو ته وويل، دغه وسله‌وال د افغان قواوو په پوځي عملياتو کې وژل شوي دي.


ده وويل چې په دې موده کې ١٠ نور وسله‌وال ټپيان شوي هم دي.


د امنيت امر وايي، په دغو عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى او درې تنه نور ټپيان دي.


د جوزجان د امنيتي مسؤلینو په خبره، له درېيو ورځو راهيسې په درزاب کې پر امنيتي پوستو د داعش ډلې حملې روانې دي چې په ځوابي نښتو کې د داعش غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса