Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

په واشنګټن کې د "نمتسف" په نوم پلازا رسماً افتتاح شوه

0
د کرملېن د سياسي مخالف بورېس نمتسف خپلوانو او ملاتړو د امريکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې هغه پلازا رسماً افتتاح کړه چې د ده په نوم ده.


دغه کسان د نمتسف د وژنې د درېيم کال په مناسبت راغونډ شوي وو.


د روسيې دغه سياسي مخالف درې کاله مخکې په مسکو کې ووژل شو.


د دې پلازا د نومونې لپاره چې د روسيې د سفارت مخې ته موقعيت لري، دغه مراسم په روسيه، امريکا او نورو ځايونو کې د نمتسف د قدرداني د هڅو په لړ کې جوړ شوي وو.


نمتسف د ٢٠١٥ میلادي کال د فبرورۍ پر ٢٧مه له کرملېن نه څو متره ليرې پر يوه پله په ډزو ووژل شو.


د مسکو په سخاروف مرکز کې د ځانګړي مراسمو پر مهال د نمتسف هغه عکسونه چې د هغه د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې اخيستل شوي وو او يو مستند فلم نندارې ته وړاندې شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса