Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

امریکا: روسیې د کیمیاوي وسلو د له‌منځ وړلو له ژمنې سرغړونه کړې

0
د امريکا متحده ايالاتو د بې‌وسلې کولو د چارو يو لوړ رتبه چارواکى وايي، روسيې له خپل هغه تعهد څخه سرغړونه کړې چې په سوريه کې يې د کيمياوي وسلو د له‌منځه وړلو په برخه کې کړى و.


د ده په خبره روسيه نه‌ده توانېدلې چې د دې وسلې د کارونې په برخه کې د سوريې د حکومت مخه ونيسي.


د بې‌وسلې کولو د کنفرانس لپاره د امريکا دايمي استازي رابرت ووډ دا خبرې نن په ژنيو کې خبريالانو ته وکړې.


تر دې مخکې په نويو راپورونو کې ويل شوي وو چې د سوريې ځواکونو پر ملکيانو کلورين ګاز کارولي، خو د سوريې حکومت دغه ادعاوې رد کړې دي.


ښاغلي ووډ وويل، روسيه په سوريه کې د کيمياوي وسلو د کارونې له کبله د تاريخ په غلطه خوا کې ده.


خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو په بلنه د بې‌وسلې کولو دغه کنفرانس ته په وينا کې ټينګار وکړ چې سوريې خپلې کيمياوي وسلې له‌منځه وړي او د نړيوال کنټرول په واک کې يې ورکړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса