Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

منګل: افغان ځواکونو خپله مېړانه ثابته کړې

0
د ننګرهار والي وايي، افغان امنيتي ځواکونو ثابته کړې چې د بهرنيانو له ملاتړ پرته هم د هېواد ساتنه کولاى شي.


محمد ګلاب منګل دا خبره نن په جلال‌اباد کې د سرتېري د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړه.


هغه وويل په ٢٠١۴ میلادي کال کې چې کله اکثريت بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، ګومان کېده چې افغان ځواکونه به د امن د ټينګښت توان ونه‌لري.


ده زیاته کړه:


"زموږ وسله‌والو ځواکونو په عمل کې ثابته کړه چې کولاى شو د خپلې عزتمنې او پاکې خارې ساتنه او دفاع وکړو."


د ننګرهار امنيه قوماندان بيا د ننګرهار د ولسونو مننه وکړه چې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ يې کړى دى.


د کب يا حوت مياشتې نهمه د سرتېري د ورځې په توګه له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې لمانځل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса