Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

دنړیوالې اټمي انرژۍ اداره: د ایران د اټمي تولید کره شواهد نشته

0
د نړیوالې اټمي انرژۍ اداره وایي، کره شواهد نه لري چې ایران دې له ۲۰۰۹ کال وروسته د اټمي چاوېدونکې وسیلې د تولید کار مخته وړی وي.


دغې ادارې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې د یوه رپوټ په خپرولو سره نوره د ایران اټمي مسئله ختمه بللې ده.


د ملګروملتونو د اټمي څارنې ادارې نن په یوه بیان کې وویل چې د خپلې ارزونې اړوند د مصؤنیت ټول معلومات څېړي، خو د اصولو له مخې په عام ډول پرهغو بحث نه کوي.


د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ اداره دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو تېره ورځ وویل، اسناد لري چې ثابتوي، ایران د اټمي وسلو د تولید پلان لري او هرکله یې فعالیت کولی شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса