Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

Новости за 17.05.2018

عدالت د نواز شريف پر ضد د غدارۍ مقدمه خارج کړه

Mashaalradio.com 

نواز شريف د مې پر ۱۲مه نېټه د پاکستان د انګريزي ژبې له ورځپاڼې ((ډان)) سره په ځانګړې مرکه کې ويلي و چې په دې هېواد کې وسله والې ډلې فعاله دي چې د غېر رياستي عناصرو نوم ورکول شوی دی.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان ولسمشر خپل امریکايي سیال ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي، اروپايي ټولنه وايي له ایران سره اټومي تړون بې عیبه نه دی او د انګلستان شهزاده هري او د هالیوود لوبغاړې میګن به په دوو ورځو کې واده وکړي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

ولسوال: طالبانو د ارزګان پر چورې ولسوالۍ بریدونه پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ سیمه‌ييز چارواکي وايي، له نن سهار راهیسې وسله‌والو طالبانو پر یادې ولسوالۍ له څلور لورو بریدونه پیل کړي دي. د چورې ولسوال امین‌الله خالقي ازادي راډيو ته نن پنجشنبه ماسپښین مهال ناوخته وویل چې تر غرمې وروسته طالبان تر امنیتي کمربندونو تېر شوي او د ولسوالۍ بازار ته نږدي په کلاچو کې يې د امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړې او لا هم په شدت سره روانه ده. ولسوال وايي، تر اوسه پورې یو پولیس وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي، خو د وسله‌والو طالبانو د تلفاتو په اړه‌يې جزئیات نه‌لرل. Читать дальше...

توپه د روژی اعلان کوی

Mashaalradio.com 

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د روژې مياشتې ته په خپل ډول هرکلي ويل کېږي. د بوسنيا هرزېګونيا پلازمېنه سرايیو کې په زړه کلا کې توپه د روژې مياشتې اعلان کوي.

د پاکستان په نوشیره ښار کې ځانمرګي برید یو سرتېری وژلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په نوشیره ښار کې نن د ملېشه ځواکونو پر موټر په يوه ځانمرګي بريد کې یو سرتېری وژل شوی او ګڼ نور ټپيان شوي دي. د پولیسو یوه افسر مشال خان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل چې بريدګر د ملېشه ځواکونو موټر هدف وګرځاوه. په حمله کې د ملېشه ځواکونو د غړو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان ټپيان شوي. د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي. بل‌خوا پاکستانۍ رسنۍ د ځايي پوليس چارواکو له خولې وايي چې ژوبل کسان پوځي روغتون ته وړل شوي چې په‌کې د درېیو حالت ښه نه‌دی. تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د پېښې مسئولیت نه‌دی منلی.



چارواکي: د بغلان د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د نیولو عملیات دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولايت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو عمليات دوام لري. د ۲۰۹ شاهين قول اردو په مشرۍ ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۳۰ طالبان وژلي او ټپيان کړي دي. د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو ویاند حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل، طالبانو تېره شپه په نښتو کې په تُرموش او شتر جنګل سيمو کې ۱۰ کلي له لاسه ورکړي دي. ښاغلی رضايي زیاتوي: "ترموش او شترجنګل يوه پراخه سيمه ده چې تاله‌وبرفک ولسوالۍ ته نږدې ده او نږدې ده چې امنيتي ځواکونه‌يې کنټرول تر لاسه کړي، د... Читать дальше...

چارواکي: د بغلان د تله و برفک ولسوالۍ د نیولو عملیات دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولايت د تاله و برفک ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو عمليات دوام لري. د ۲۰۹ شاهين قول اردو په مشرۍ ځواکونو په دغو عملیاتو کې دېرش طالبان وژلي او ټپيان کړي دي. د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو ویاند حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل، طالبانو تېره شپه په نښتو کې په تُرموش او شترجنګل سيمو کې لس کلي له لاسه ورکړي دي: "ترموش او شترجنګل يوه پراخه سيمه ده چې تاله و برفک ولسوالۍ ته نېږدې ده او نېږدې ده چې امنيتي ځواکونه يې کنټرول تر لاسه کړي،د باميان له خوا ځواکونو... Читать дальше...

پوهنې وزارت د وضعیت تر سمېدو په فراه کې ښوونځي رخصت کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ښوونکو، زده کوونکو او پوهنې ریاست د کارکوونکو د خونديتوب لپاره په فراه ولايت کې ټول ښوونځي رخصتي اعلان شول. د افغانستان د پوهنې وزارت د خپرونو رئيس د ښوونځيو د تعطيل لامل په فراه ولايت کې امنيتي اندېښنې ښودلي او ويلي چې په دغه ولايت کې د امنيتي وضعيت له ښه کېدو وروسته به ښوونځي بيرته پرانیستل شي. کبير حقمل وويل: "د پوهنې وزارت په دې باور دی چې په درسونو کې ځنډ پر زده کړو منفي اغېز لري، دا چې د زده کوونکو او ښوونکو ژوند او امنيت موږ ته ډېر مهم دی او په دې خاطر... Читать дальше...

په فراه کې د امریکايي ځواکونو د حملې وېډيو

Pa.azadiradio.com 

امریکايي ځواکونو په فراه ولايت کې پر طالب جنګياليو د هوايي حملې وېډيو خپره کړې ده. د امريکایي ځواکونو د معلوماتو له مخې، دا وېډيو په فراه ښار کې د سې شنبې په ورځ بمبارۍ ښکاره کوي. فراه له درېیو ورځو راهيسې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د خونړيو نښتو شاهد دی.

په فراه کې د امریکايي ځواکونو د حملې ويډيو

Pa.azadiradio.com 

امریکايي ځواکونو په فراه ولايت کې په طالب جنګياليو د هوايي حملې ويډيو خپره کړې ده. د امريکایي ځواکونو د معلوماتو له مخې، دا ويډيو په فراه ښار کې د سې شنبې په ورځ بمبارۍ ښکاره کوي. فراه له درو ورځو راهيسي د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د خونړيو نښتو شاهد دی.

د فراه ښار د امنیتي وضعیت په اړه ضد او نقیض راپورونه

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه ضد او نقيض راپورونه ورکړل شوي دي. د فراه والي وايي چې په دغه ولايت کې وضعیت اوسمهال ارام دی. د فراه والي عبدالبصير سالنګي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه داسي وويل: "د دولتي ځواکونو تر منځ يو سوئتفاهم رامنځته شوی وو چې دوربينو يې ربط سره لاره او یو بل يې ليدلی او د مخالف فکر یې کړی دی، فايرونه شوي، د شپې له پيل راهيسي تر اوسه تلاشۍ روانې دي، تر اوسه هيڅ شی نه دی موندل شوی چې ګواکي طالب دې دلته وي، يوازي زموږ د واحدونو تر منځ د تېروتنې ډزې شوي."... Читать дальше...

'ناستې به ښه نتیجې ولري'

Mashaalradio.com 

پېښور: په چارشنبه په پېښور کې د یوې قبایلي جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ د استازیو ترمنځ په یوه ناسته کې د خبرو اترو پر جاري ساتلو هوکړه شوې. او هیله یې ښودلې چې د دوی ناستې به ښه نتیجې ولري. د خبري غونډې په وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ په خپله وینا کې وویل د می په ۱۳ مه نېټه د پاکستاني ریاست امنیتي ادارو په کراچی کې د دوی ملګري ځورولي، منظور پښتین یې له هوایي سفره ایسار کړی وو، او ځینې ملګري یې نیول شوي ول خو بیا هم دوی له جرګې سره کښېنستل. د مشال راډيو ویډيو

اروپايي ټولنه: لوېديځ بالکان دې اصلاحاتو ته دوام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې مشرانو له خپلو لوېديځ بالکان سيالانو وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې اصلاحاتو ته دوام ورکړي. د بلغاریا په پلازمېنه صوفيه کې د اروپايي ټولنې هېوادونو په سرمشريزه کې دغې ۲۸ غړي لرونکې ټولنې ته د بالکان هېوادونو صربستان، بوسنيا، مونته‌نګرو، کوسوو، مقدونيه او البانيا د نږدې کېدو په اړه خبرې وشوې، خو په‎دې اړه څه ونه‎ويل شول چې ايا دوی ته به په نږدې راتلونکي کې د اروپايي ټولنې بشپړ غړيتوب ورکړل شي که نه؟ د بریتانيا صدراعظمې ترزا مې په صوفيه کې خبريالانو ته وويل: "زه خوشاله يم چې بریتانيا... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: لويديځ بالکان دې اصلاحاتو ته دوام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې مشرانو له خپلو لويديځ بالکان سيالانو وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې اصلاحاتو ته دوام ورکړي. د بلغاریا په پلازمېنه صوفيه کې د اروپايي ټولنې هېوادونو په سرمشريزه کې دغې ۲۸ غړي لرونکې ټولنې ته د بالکان هېوادونو صربستان، بوسنيا، مونټه‌نګرو، کوسوو، مقدونيه او البانيا د نېږدې کېدو په اړه خبرې وشوې، خو په‎دې اړه څه ونه‎ويل شول چې ايا دوی ته به په نېږدې راتلونکي کې د اروپايي ټولنې بشپړ غړيتوب ورکړل شي که نه؟ د برېتانيا صدراعظمې ټرزا مې په صوفيه کې خبريالانو ته وويل: "زه خوشاله يم چې... Читать дальше...

د فراه والي په فراه ښار کې وضعیت ارام دی

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې وضعیت اوسمهال ارام دی. د فراه والي عبدالبصير سالنګي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه داسې وويل: "د دولتي ځواکونو تر منځ يو سوئتفاهم رامنځته شوی وو چې دوربينو يې ربط سره لاره او یو بل يې ليدلي او د مخالف فکر یې کړی دی، فايرونه شوي، د شپې له پيل راهيسي تر اوسه تلاشۍ روانې دي، تر اوسه هېڅ شی نه دی موندل شوی چې ګواکي طالب دې دلته وي، يوازي زموږ د واحدونو تر منځ د تېروتنې ډزې شوي." تېره شپه په فراه ولايت کې د نښتو راپورونه راغلي وو. دا په... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса