Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

Новости за 10.05.2018

کراچۍ کې د پي ټي ایم پر مشرانو مقدمې درج شوې

Mashaalradio.com 

د پښتون تحفظ مومنټ مشران واييپه کراچۍ کې رېنجرز ځواکونه د غورځنګ غړي نیسي، دړکې ورته ورکوي او وايي ورته چې د می په دیارلسمه نېټه په کراچۍ کې په ولسي غونډه کې له ګډونه ډډه وکړي.

له کابلي واله تر بایسکوپ واله

Mashaalradio.com 

د هندي سينما نوی فلم بایسکوپ واله کې د کابل ښار يو پښتون سوداګر ژوند ښودل شوی دی. دا فلم د هندي وتلي ليکوال رابندرا نات ټيګور په لنډه کيسه جوړ شوی دي.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د چهارشنبې ورځې د بریدونو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته لوړ شو، دری امریکايان چې په شمالي کوریا کې بندیان و خوشې شوي او ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې هرکلی ویلی او په قزاقستان کې لسګونه کسان د پولیسو له خوا نیول شوي دي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

اسرائیل وايي په سوریه کې ګڼ ایراني تاسیسات په نښه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل پوځ نن وویل د سوريې په خاوره کې يې د ایران لسګونه پوځي تاسیسات په نښه کړي دي. اسرائیل وايي، دا برید يې د جولان له لوړو څخه د اسرائیل پر خاوره د ایران د وروستیو راکټي بریدونو په عکس العمل کې کړی دی. د اسرائیل دد فاع وزیر اویګدور لیبرمن نن وویل: "موږ د ایران ټول پوځي تاسیسات وویشتل، په سوریه کې د ایران ټول تاسیسات، هغوی باید دا په یاد ولري چې که باران دلته ورېږي اوبه يې هلته بهېږي، زه هیله مند یم چې دا باب مو نور تړلی وي او ټولو ته پیغام رسېدلی وي." د اسرائیل پوځ وايي، د جولان له... Читать дальше...



'له پښتون ژغورنې غورځنګ سره پر ۱۶م می کښېنو'

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د زیارت په ورځ د ترسره شوې جرګې مشران وايي د روانې می میاشتې پر شپاړلسمه نېټه به د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره کښېني چې د هغوی غوښتنې واوري او د هوارولو هڅه یې وکړي. د منظور پښتین په مشرۍ غورځنګ په قبايلي سيمو کې د چېک پوسټونه کمېدل، د ګرځبندیز (کرفيو) ختمېدل او د ورک کړل شویو کسانو موندل غواړي. د جرګې یوه مشر ملک ګل مرجان د سیند پر حکومت او رېنجرو ږغ وکړ چې په کراچۍ کې دې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او کارکنان نه تنګوي، د نوموړي په خبره دغه چلند د ۱۶مې نېټې پر خبرو اغېز کولی شي. Читать дальше...

په جوزجان کې د ۲۰۰ تنو د سترګو عملیات

Pa.azadiradio.com 

د عامې ورغتیا وزارت لخوا یو ګرځنده ټیم جوزجان ولایت ته تللي او وايي په دولسو ورځو کې یې شاوخوا ۲۰۰۰ نورو ناروغانو ته هم روغتیایي مشورې ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د سرپل،فاریاب او جوزجان اوسېدونکي په دې ولایتونو کې د سترګو د ډاکټرانو د نه موجودیت له امله شکایت کوي. ویډیو: عالمر رحمانیار اېدېټ: ابراهیم صافی

د بغلان د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پيل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دې ولایت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي. د بغلان د والي ویاند ذبیح‌الله شجاع نن ازادي راډیو ته وویل چې ځمکني او هوايي ځواکونه په دې عملیاتو کې برخه لري او هڅه کېږي چې د وسله‌والو د تېښتې لارې بندې او هغوی ته زیاته مرګ ژوبله واړوي. په همدې حال کې د دفاع وزارت وايي، د فاریاب بل چراغ ولسوالۍ د دولت ضد وسله‌والو نه تصفیه شوې ده. دفاع وزارت نن په یوې اعلامیه کې وویل بل چراغ نن سهار مهال د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوې ده. دا ولسوالۍ... Читать дальше...

اسرئیل وايي د سوریې له خاورې د ایران راکټي بریدونه شنډ کړي

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن وویل هېواد يې نن د سوريې له خاورې څخه د ایراني ځواکونو غیر متوقع راکټي بریدونه شنډ کړل. لیبرمن ویلي پر اسرائیل ویشتل شوي توغندي یا خپل هدف ته نه دي رسېدلي او یا هم په هوا کې له منځه وړل شوي دي. په همدې حال کې د روسيې دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل ۲۸ امریکايي ایف ۱۶ او ایف ۱۵ ډوله جنګي الوتکو نن سهار په سوريه کې ۶۰ راکټي بریدونه کړي دي. د سوريې د بشري حقونو ډلې چې له لندن فعالیت کوي، ویلي دي چې پر سوريې د اسرائیل په دې برید کې د پنځو سرتېرو په ګډون ۲۳ وسله وال وژل شوي دي.

د کابل د تېرې ورځې پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د تېرې ورځې په ځانوژونکو او وسله‌والو بریدونو  کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د جرمني خبري اژانس ته ویلي دي چې په دواړو بریدونو کې ۱۰ ملکي وګړي، پنځه پولیس او یو امنیتي ګارد وژل شوي او ۲۸ کسه نور ژوبل دي. بل لور ته د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په شهر نو او دشت برچي سیمو کې د پولیسو پر مرکزونو اتو ځانوژونکو حمله کړې وه چې دوه‌يې د پولیسو له‌خوا او دوه‌يې په خپلو چاودنو کې له‌منځه لاړل. داعش ډلې او طالبانو د کابل د پرونیو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

ټرمپ د شمالي کوریا له‌خوا د ۳ امریکایانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن هغو درېیو امریکایانو ته هرکلی ووایه چې شمالي کوریا خوشې کړي دي. ولسمشر ټرمپ د کېم ډونګ چول، کېم سانګ ډوک، کېم هاک سونګ د هرکلي لپاره واشنګټن ته نږدې اندریوس هوايي ډګر ته ورغلی و. ولسمشر ټرمپ د دې درېیو کسانو د خوشې کولو په خاطر د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون مننه وکړه او وویل چې دی باور لري کېم جونګ اون غواړي چې له اټمي وسلو څخه د کوریا ټاپو وزمې د پاکولو لپاره یوې موافقې ته ورسېږي. دا درې امریکايي اتباع د شمالي کوریا له مشر سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر تر پرونۍ کتنې وروسته خوشې شوي دي.

حبیبي: په خوست کې د وروستیو پېښو عاملان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوست ولایت چارواکي وايي چې نن د پنجشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د وروستیو دوو بریدونو عامیلین د کشفي او امنیتي ادارو لخوا نیول شوي چې د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي. دوی زیاتوي، وړمه اوونۍ د ناپېژاندو وسله والو لخوا د «بي. بي. سي» راډیو خبریال احمدشاه او په تعقیب کې د خوست ښار د یعقوبیو اډې په جومات کې د بمي چاودنې له کبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې د چارواکو په وینا د دواړو یادو پېښو عاملان نیول شوي دي. نن د پنجشنبې په ورځ د خوست والي حکم خان حبیبي... Читать дальше...

اسراییلو، شام مېشتي ایراني ځواکونو په نښه کړي

Mashaalradio.com 

د اسراییل پوځ وایي، تر هغه وروسته چې په شام کې دېره ایرانيو ځواکونو د ګولان په لوړو کې د اسراییلي پوځ پر پوستو شاوخوا شل توغندي وویشتل، دوی يه غچ کې په د ایرانيو ځواکونو لسګونو ځایونه په نښه کړل.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса