Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

«م.م»: د ایران او نړیوالو ترمنځ دې اټمي موافقه له‎منځه نه ځي

0
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش خبردارۍ ورکړی دی چې د یوه دوامداره بدیل د نه‎شتون په صورت کې باید د ایران او نړیوالو ترمنځ اټمي موافقه له‎منځه لاړه نه‎شي.


ښاغلي ګوترش پرون پنجشنبې د بي بي سي راډیو څلورم چینل سره په مرکه کې وویل، که کومه ورځ تردې ښه موافقه ولرو، نو بیا سمه ده، که‎نه ترهغې وخت چې ښه بدیل ونه‎لرو دا موافقه باید پرځای پاتې شي.


دا په‎داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره پر اټمي موافقې سخت انتقادونه کړي او له هغې يې د وتلو ګواښ کړی دی.


که څه هم فرانسې، بریتانيې، جرمني او چین د دې موافقې پرځینو مادو انتقاد لري، خو له امریکا يې غوښتي چې د دې موافقې برخه پاتې شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса