Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

په اسلام‎اباد کې یو نوی نړیوال هوايي ډګر پرانیستل شو

0
له کلونو ځنډ وروسته د پاکستان په پایتخت اسلام‎اباد کې نن پنجشنبه یو نوی نړیوال هوايي ډګر پرانیستل شو.


دا هوايي ډګر د اسلام‎اباد د پخواني هوايي ډګر پر ځای چې د بې‎نظیر بوټو په نوم یادېده، جوړ شوی دی.


د هوايي ډګر د افتتاح په مراسمو کې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ګډون کړی و.


دا هوايي ډګر د اسلام‎اباد ښار په ۱۵ کېلو مترۍ کې پروت دی او د جوړولو چارې يې په ۱۹۸۰ کال کې پیل شوې وې.


د اسلام‎اباد پخوانی هوايي ډګر چې د مسافرو د اوږدو کتارونو له امله بدنام و، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د هوايي ډګرونو د ارزونې یوې وېب‎پانې د نړۍ تر ټولو بد هوايي ډګر بللی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса