Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

عبدالله: د برښنايي پېژندپاڼو د وېش په پرېکړه کې شریک نه‌یم

0
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د برښنايي پېژندپاڼو د وېش په پرېکړه کې دی شریک نه‎دی.


ښاغلي عبدالله نن په کابل کې وویل د برښنايي تذکرو وېش ستونزه نه‎شي حلولی.


دی وايي:


"ستونزه نه‎شي حلولی، ستونزه زیاتوي. له همدې امله زه په‎دې پرېکړه کې زه شریک نه‎یم او نه به په‌کې شریک شم. پرته له‎دې چې ناسمې شمېرې د افغانستان خلکو ته وړاندې کړو دا پروسه ځای ته هم نه‌رسېږي."


تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړنۍ الکترونیکي تذکرې په اخیستلو سره رسماً په افغانستان کې د برقي تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه.


ښاغلي غني د تذکرې له اخیستلو وروسته په لنډو خبرو کې وویل چې د برقي تذکرو وېش د نظام جوړونې او متوازن پرمختګ لپاره مهم ګام دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса