Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

چارواکي: د ارزګان په چورې کې ۴ طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي

0
چارواکي: د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې ۴ وسله ال طالبان او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي.


د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې تېره شپه د بریدونو پرمهال، ۴ وسله وال طالبان او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي او ۲ وسله وال طالبان او یو پولیس ټپیان شوي دي.


د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي نن دوشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه شااوخوا ۷ بجې د یادې ولسوالۍ د نانیزو په سیمه کې د ملي اردو پرمېشتو امنیتي پوستو کړي دي.


نوموړی وايي، اوس په سیمه کې وضعيت عادي دی.


بل خوا بیا په سیمه کې د طالبانو یوې سرچينې چې نه غواړي نوم يې خپور وشي، ازادي راډيو ته وویل چې په یادو بریدونو کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.


وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса