Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د غزني ولایتي شورا: دولت دې د غزني-پکتیکا لویه لاره خلاصه کړي

0
د غزني ولایتي شورا له دولته غوښتنه کوي چې د غزني-پکتیکا ترمنځ لویه لاره دې د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړي.


د دغې شورا غړي خالق داد اکبري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د یادې لارې په تړل کېدو سره خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دولت‌یې باید د خلاصون په هدف، جدي اقدامات وکړي.


دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې موټر چلوونکو او د لارې مسافرو د دغې لارې په اوږدو کې د مېشتو امنیتي پوستو له پولیسو سر ټکاوه او ویل‌یې چې غیر قانوني پیسې ورڅخه اخلي او ځوروي یې.


په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد زمان ازادي راډيو ته وویل چې د یادې لارې د خلاصون لپاره عملیات پیل شوي او په خبره‌یې چې له مرکزه نور کمکي سرتېري هم ورغلي چې ډېر ژر به دغه لار د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړي.


د ولایتي شورا غړي بیا وایي چې که چېرې د دغه ولایت په امنیتي مسؤلینو او ولایتي ادارې کې تغییرات رانه‌شي، نو ولایت به سقوط وکړي او د وسله‌والو طالبانو لاسته به ولوېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса