Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د روسیې پارلمان نن دیمیتري میدویدیف د صدراعظم په توګه ټاکي

0
د روسیې پارلمان یا دوما به نن یوه ورځ وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ویلادمیرپوتین پرون اعلان وکړ چې دیمیتري میدویدیف به د صدراعظم په توګه خپل کارته دوام ورکړي، هغه د یوې بلې دورې لپاره تائید کړي.


پوتین پرون په رسمي توګه د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او له هغې څو ساعته وروسته یې د پارلمان ولسي جرګې ته د تائید لپاره میدویدیف د صدارعظم په توګه ور وپېژاند.


په دوما کې د پوتین د متحدې روسیې ګوند چې میدویدیف یې مشر دی، نفوذ لري.


د روسیې د اساسي قانون له مخې کله چې د نوي ولسمشر دنده پیلېږي، حکومت باید ړنګ شي.


۵۲ کلن میدویدیف په ۲۰۰۸ کال کې د پوتین له خوا چې د اساسي قانون له مخې یې ټاکلی حد یعنې د ولسمشرۍ دوه دورې پوره کړې وې، د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېد.


پوتین بیا په ۲۰۱۲ کال کې له میدویدیف سره چې هغه ته وفاداردی، څوکۍ بدلې کړې.


پوتین ولسمشر شو او میدویدیف هم د صدراعظم په توګه وټاکل شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса