Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

په خوست کې د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه

0
نن سې شنبه په خوست کې د تلاسیمیا یا د وینې د کموالي نړیواله ورځ ولمانځل شوه، په داسې حال کې چې لا هم د یاد ولایت په ګډون د هېواد په کچه د درملنې لازمې اسانتیاوې نه‌شته.


په خوست کې د نور په نوم یو خیریه بنسټ چې د تلاسیمیا د ناروغۍ د تشخیص او دوا درملو څه نا څه اسانتياوې يې برابرې کړي، د شتمنو او مالدارو خلکو په مرستو فعالیت لري.


د یاد بنسټ مشر ډاکتر محمد نور ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې دوی سره په دې ناروغۍ اخته ۶۰۰ ماشومان او تنکي زلمیان ثبت او راجستر دي چې هغوی څخه د معایناتو فیس نه‌اخیستل کېږي.


ده وویل په دې کې ۱۰۰ ناروغانو ته د اړتیا وړ وینه او نور لازم درمل په وړیا ډول ورکول کېږي، خو له پاتې نورو ناروغانو هم له درملو پرته، ډاکتران د معایناتو او نسخې فیسونه نه‌اخلي.


ډاکتر محمد نور ځدراڼ وايي چې دوی ته له هرات، غزني، کابل، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو څخه ناروغان د درملنې لپاره ورځي.


له دې سره خوستوال وایي، که چېرې د ټولنې شتمن او بډایه کسان په ښه ډول د خلکو پر وړاندې خپله اسلامي او بشري وجیبه سر ته ورسوي، ډېری بې‌وزلو، یتیمانو، ناروغانو او په ځانګړي ډول، د تلاسیمیا له ناروغانو سره چې دایمي درملنې ته اړتیا لري، پوره مرسته کېدلای شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса