Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

حبیبي: په خوست کې د وروستیو پېښو عاملان نیول شوي

0
د خوست ولایت چارواکي وايي چې نن د پنجشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د وروستیو دوو بریدونو عامیلین د کشفي او امنیتي ادارو لخوا نیول شوي چې د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.


دوی زیاتوي، وړمه اوونۍ د ناپېژاندو وسله والو لخوا د «بي. بي. سي» راډیو خبریال احمدشاه او په تعقیب کې د خوست ښار د یعقوبیو اډې په جومات کې د بمي چاودنې له کبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې د چارواکو په وینا د دواړو یادو پېښو عاملان نیول شوي دي.


نن د پنجشنبې په ورځ د خوست والي حکم خان حبیبي یوې ولسي غونډې ته چې د ولسمشر یو شمېر سلاکارانو او ځايي چارواکو په کې برخه اخیستې وه، وویل چې دوی رسنیو او خلکو سره د دواړو پېښو د عاملانو د نیولو ژمنه کړې وه او نن افغان کشفي او امنیتي ادارو دا ژمنه پوره کړه.


ښاغلي حبیبي زیاته کړه:


"نن به تاسو ته دومره ډاډ درکړم چې للحمد د خپلو امنیتي او کشفي ادارو په هلو ځلو سره نن د دواړو پېښو عاملین نیول شوي، تر تحقیقاتو لاندې دي چې د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي."


د خوست والي په دې برخه کې د نیول شویو کسانو په اړه ډېر توضیحات ورنه کړل، خو ويې ویل چې ډېر ژر به په دې برخه کې پوره مالومات له رسنیو سره شریک کړي.


بلخوا کتونکي د امنیتي او کشفي ادارو دا لاسته راوړنه ستایي او زیاتوي چې د امنیتي پېښو د زیاتېدو یو لامل دادی چې قانون ماتونکي د پېښې تر پوره روښانتیا نه تعقیږي چې له کبله يې دا ډول خلک په بیا-بیا ورته پېښې کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса