Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د بغلان د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پيل شوي

0
د بغلان چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دې ولایت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي.


د بغلان د والي ویاند ذبیح‌الله شجاع نن ازادي راډیو ته وویل چې ځمکني او هوايي ځواکونه په دې عملیاتو کې برخه لري او هڅه کېږي چې د وسله‌والو د تېښتې لارې بندې او هغوی ته زیاته مرګ ژوبله واړوي.


په همدې حال کې د دفاع وزارت وايي، د فاریاب بل چراغ ولسوالۍ د دولت ضد وسله‌والو نه تصفیه شوې ده.


دفاع وزارت نن په یوې اعلامیه کې وویل بل چراغ نن سهار مهال د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوې ده.


دا ولسوالۍ دوه ورځې وړاندې د وسله‌والو طالبانو لاسو ته پریوتې وه.


د دولت وسله‌والو مخالفینو په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса