Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

چارواکي: په زابل کې وسله والو ۴ پوستې سقوط کړي او ۲۲ پوليس يې وژلي

0
په زابل کي تېره شپه وسله والو څلور پوستې سقوط کړي او ۲۲ پوليس يې وژلي دي.


د زابل ولایتي شورا وایي، جګړه اوس هم روانه ده او که کومکي ځواکونه ور ونه رسېږي، د دې ولایت یو شمېر ولسوالۍ به سقوط شي.


د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بيان ازادي راډیو ته وویل چي په دې جګړه کې ۲۲ پوليس وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.


د زابل د ولایتي شورا رئیس همداراز وویل چي د دې ولایت په دايچوپان، مېزانه، ارغنداب او نوبهار ولسوالیو کې هم وسله والو له تېرو دوو اوونیو راهیسي د امنیتي ځواکونو پنځه پوستې سقوط کړي او که مرسته ور ونه رسېږي، ممکن د زابل يو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي.


د زابل امنیتي چارواکي په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو له تېرو څو ورځو راهيسې د زابل امنیه قوماندان جنرال مېرويس نورزی د جګړې د مهارولو لپاره د زابل دايچوپان ولسوالۍ ته تللی دی.


د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه د زابل د تېري شپې د جګړې په اړه تبصره نه ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса