Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۲۹ کسان د قاچاق په تور نیولي

0
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۲۹ کسان د درېیو ښځو په ګډون، بهر او داخل کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.


په هغه خبرپاڼه کې چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا ازادي راډیو ته رسېدلې، راغلي چې له دې ۲۹ کسانو څخه ۱۱ تنو یې غوښتل چې په خپلو بکسونو او خېټو کې ځای پر ځای کړي نشه يي مواد د حامد کرزي هوايي ډګر له لاري د هند پايتخت ډهلي ته قاچاق کړي.


له نیول شویو کسانو څخه تر ۴۲ کیلو ګرامو ډېر هیروئین، ۱۵۸ کیلو ګرامه تاریاک، ۹۴ کیلو ګرامه چرس، څلور کیلو ګرامه کېمیاوي مواد، ۹ کیلو ګرامه شیشه او ۳۰۰ ټابلېټ کا ګولۍ نیول شوي دي.


د یادونې وړ ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۳ کسان تر ۱۵ کالو پورې په بند محکوم کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса