Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

پکتیاوالو له دولته وغوښتل چې راتلوونکې ټاکنې دې حوزوي کړي

0
نن شنبه ګڼ شمېر پکتیا والو په یوه غونډه کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو پر وړاندې شته خنډونه، اندېښنې او وړاندیزونه له کابله یوه ورغلي پلاوي سره شریک کړل.


له ارګه پکتیا ته د ورغلي دغه پلاوي د سفر موخه چې مشري یې په مطبوعاتي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر نبي مصداق کوي، د کاغذي تذکرو اخیستنه او په راتلوونکو ټاکنو کې د خلکو فعال ګډون ته د خلکو هڅونه ده.


د دغې غونډې ګډونوالو له پلاوي غوښتي چې ولسمشر او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې په پکتیا کې ټاکنې په حوزوي شکل ترسره کړي،ګنې د مرکز ګردېز او نېږدې ولسوالیو اوسېدونکي به په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.


د پلاوي مشر نبي مصداق پکتیاوال په ټاکنو کې فعال ګډون ته وهڅول او په حوزوي ډول د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه یې د دوی حق وباله او ډاډ یې ورکړ چې د پکتیاوالو دا غوښتنه به ولسمشر او د ټاکنو کمېسیون تر چارواکو ورسوي.


په مرکزونو کې یې د تذکرې د اخیستلو د ځانګړي فورم او د کارکوونکو کموالی، د نوم لیکنې په مراکزو کې د ډاډمنو امنیتي تدابیرو نشتون، د تذکرو د وېش په پروسو کې د پخوانیو او اوسنیو احتمالي کاندیدانو لاس وهنې، په ځینو سیمو کې د نوم لیکنې د مراکزو نشتون او لېرېوالی هغه ستونزې وې چې د غونډې برخوالو له پلاوي سره شریکې کړې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса