Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د پکتیا لوګر پر لویه لارې ترافیکې پېښې درې تنه وژلي

0
د پکتیا لوګر پر لویه لار د یوې ترافیکې پېښې له امله درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.


د پکتیا امنیې قوماندانۍ د عامه اړیکو دفتر د غویي په ۲۳مه ازادي راډیو ته د یکشنې د ورځې په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېر مازیګر د لوګر-ګردېز پر لویه لار د مرسیډیز او کرولا ډوله موټرونو د ټکر له امله درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.


په خبرپاڼه کې د وژل شوېو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی.


بل خوا خبرپاڼه زیاتوي، نن یکشنبه سهار وختي دوه تنه د دولت وسله وال مخالفین چې غوښتل یې چاودېدونکي توکي له ځانونو سره ولېږدوي، د ګردېز د ابراهیم خېلو د «عظمي» په سیمه کې پرې چاودلی چې له امله دواړه لېږدونکي وژل شوي او د چاودنې په سیمه کې یو ماشوم ټپي شوی دی.


دغه راز په خبرپاڼه کې کاږي چې د ګردېز د ابراهیم خېلو په سیمه کې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله دوه تنه سرتېري وژل شوي او دوه نور برسېرن ټپیان دي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي.


په خبرپاڼه کې د ټپیانو حالت ډاډمن ښودل شوی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса