Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

راپورونه: طالبانو د غور مرکز ته نېږدې د خواجه ګان کلی نیولی

0
د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د یوه بل کلي د نیول کېدو په اړه ضد ونقیض راپورونه ورکول شوي.


له غوره د ازادي راډیو د خبریال د راپورله مخې د فیروزکوه په لوېدیځ کې د خواجه ګان کلی چې د دولت ضد وسله والو په وړاندې د ولسي پاڅون یو مهم مرکز ګڼل کېده، شااوخوا یوساعت مخکې له نښتو پرته وسله والو طالبانو ونیو.


د دولینه ولسوالۍ د دې کلي ترسقوط مخکې یو شمېر نورې سیمې او هم د شهرک ولسوالۍ د اوشان سیمه د طالبانو لاس ته لوېدلې وې.


یوشمېر عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي چې د قوماندان فرامرز ځواکونو چې د سلمین او خواجه ګان دفاعي سنګرونه یې له لاسه ورکړي، مرکز فیروز کوه ته په لاره دي.


خو د دې ولایت امنیتي چارواکي د خواجه ګان د سیمې د سقوط خبره ردوي او وایي چې ولسي پاڅون کونکي تراوسه په سیمه کې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса