Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د روسيې د بهرنيو چارو وزير په مسکو کې خپل ايراني سيال سره ګوري

0
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او ايراني سيال يې محمد جواد ظريف نن دوشنبه په مسکو کې سره ګوري.


دوى به د ايران د اټمي تړون د خوندي کولو پر لارو چارو په خپلو کې بحث وکړي.


ظريف کليدي هېوادونو ته د سفر په لړ کې د چين پلازمېنې پيکېنګ ته تر سفر وروسته مسکو ته ځي.


دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړونه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وتلو تر اعلان وروسته ايران له دې ستونزې سره مقابله کوي.


د امريکا تر څنګ، روسيې، چين، بريتانيا، فرانسې او جرمني هغه تړون لاسليک کړى و چې له مخې يې ايران خپل اټمي پروګرام محدود کړى و، په بدل کې يې له ايرانه ځينې اقتصادي بنديزونه لېرې کړاى شوي وو.


دغو هېوادونو له واشنګټنه غوښتنه کړې چې د تړون برخه دې پاتې وي، د دوى په باور د اټمي وسلو له جوړولو څخه د ايران د راګرځولو لپاره دغه تړون بهترين لار وه. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса