Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د غزې په سرحدي سیمه کې د اسرائيلي پوځ په ډزو ١٨ فلسطينيان وژل شوي

0
د غزې د روغتيا وزارت چارواکي وايي، نن دوشنبه د غزې په سرحدي سيمه کې د اسرائيل د پوځ په ډزو لږ تر لږه ١٨ فلسطينيان وژل شوي دي.


د وزارت په حواله، په دغو مظاهرو کې لږ تر لږه ٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.


د حماس افراطي ډلې چې له ٢٠٠٧میلادي کال راهيسې پر غزې کنټرول لري، په وروستيو شپږو اوونيو کې د پيل شويو مظاهرو مشري کوي.


د دغو مظاهرو هدف د هغو قلمروونو د محاصرې ماتول دي چې اسرائيل نيولي دي.


دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحد ايالتونه په پام کې لري چې خپل سفارت په څو شېبو کې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته ولېږدوي.


بل خوا د امريکا د خزانې وزير سټيفن منوچن پرون یکشنبه د اسرائيل د بهرنيو چارو وزارت له ودانۍ بهر وويل:


"د امريکا متحد ايالتونه تر اسرائيل بل ستر شريک نه لري."


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان ميلادي کال په لومړيو کې ويلي وو چې واشنګټن وېشل شوى بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني.


فلسطينيان غواړي چې ختيځ بيت المقدس د دوى د راتلونکي دولت پلازمېنه وي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса