Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د غزې په سرحدي سیمه کې د اسرائيلي پوځ په ډزو ۳۷ فلسطينيان وژل شوي

0
د غزې د روغتيا وزارت چارواکي وايي، نن دوشنبه د غزې په سرحدي سيمه کې د اسرائيل د پوځ په ډزو لږ تر لږه ۳۷ فلسطينيان وژل شوي دي.


د وزارت په حواله، په دغو مظاهرو کې لږ تر لږه ٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.


د حماس افراطي ډله چې له ٢٠٠٧ میلادي کال راهيسې پر غزې کنټرول لري، په وروستيو شپږو اوونيو کې د پيل شويو مظاهرو مشري کوي.


د دغو مظاهرو هدف د هغو قلمرونو د محاصرې ماتول دي چې اسرائيل نيولي دي.


دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالات په پام کې لري چې خپل سفارت په څو شېبو کې له تل‌ا‌بيب څخه بيت‌المقدس ته ولېږدوي.


بل‌خوا د امريکا د خزانې وزير سټيفن منوچن پرون یکشنبه د اسرائيل د بهرنيو چارو وزارت له ودانۍ بهر وويل:


"د امريکا متحد ايالات تر اسرائيل بل ستر شريک نه‌لري."


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان ميلادي کال په لومړيو کې ويلي وو چې واشنګټن وېشل شوى بيت‌المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني.


فلسطينيان غواړي چې ختيځ بيت‌المقدس د دوى د راتلونکي دولت پلازمېنه وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса